د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ جلسه وشوه

mew-admin
Sun, Oct 25 2020 6:14 PM
87

د یاد ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل لخوا د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو په شتون کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د بخش آباد بند پروژې د کار عملي چارو په وضعیت او د کار په چټکتیا خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پروژې د ارزښت یادولو تر څنګ د کار په چټکتیا ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د بخش اآباد بند پروژې د کار چټکتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.

د بخش آباد د اوبو لګولو او بريښنا بند به د ٢٧ میګاواته بريښنا تولید ارزښت ولري؛ ۱۳۶۴ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۶۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu