د اوبو د وېش خصوصي کولو طرحې ترتیب کولو په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه.

MEW-Media
Wed, Dec 23 2020 2:51 PM
۵۵

دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستيال انجنیر احمد ویس بصیري په رهبرۍ او د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت تخنیکي رئیس انجنیر محمد لطیف مظفرخېل، د اوبو د تنظیم عمومی رئیس محمد نعیم سالارزی، د اوبو لګولو او اوبو رسولو رئیس وفی الله سیدي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئيسانو او انجنیرانو ګډون درلود د جدي میاشتې ۳ نېټه د چهار شنبې په ورځ تر سره شوه.

ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو رسولو د وضعیت تحلیل په برخه کې د یو شمېر فعالیتونو یادونه وکړه او د اوبو د وېش خصوصي کولو طرحې په ترتیب کولو په موخه یې د يو ټيم په جوړېدو باندې ټينګار وکړ.

ښاغلي بصیري زیاته کړه: د اوبو رسولو خدمتونو په برخه کې د عامه ګډون طرحه کې باید ټول موضوعات، د ستونزو بررسي، فرصتونو، د اوبو رسولو خدمتونو په برخه کې د خصوصي سکټور پانګه اچونه او د اوبو د تعرفې ټاکل شامل کړي.

په عین حال کې د اوبو رسولو شرکت تخنیکي رئیس انجنیر محمد لطیف مظفرخېل د دغې طرحې هر اړخیز کولو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

همدارنګه د اوبو د تنظیم عمومی رئیس انجنیر نعیم الله سالارزي د اوبو لګولو او اوبو رسولو رئیس وفی الله سیدي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر نورو رئيسانو د طرحې جوړولو په اړینو موضوعاتو خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې په یاده طرحه کې دي:

د اوبو سرچینه معلومول، تجهیزات، د قرارداد مېکانیزم، د اوبو کیفیت د تعرفې څارنه، د اړونده ادارو مسؤلیتونه او اقتصادي او ټولنیز تحلیلونه باید په روښانه ډول تعریف شي.

په اخر کې پر دې پرېکړه وشوه چې د یادې طرحې جوړولو په موخه دې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې، د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسولو شرکت او نورو اړونده ادارو ګډ تخنیکي ټيم جوړ او کار وکړي.

User account menu