د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د اوبو د چاپېریال څېړنو ملي مرکز مسؤلینو تر مینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د څېړنیزو مقالو تولید او د اوبو د چاپېریال ژورنال جوړولو په موخه د دواړو ادارو تر منځ چې د دغې ادارې د پلان، پالیسي او نظارت رئيس ډاکټر حسیب پایاب، د اوبو د تنظیم رئیس انجنیر نعیم الله سالارزی، د اوبو سرچینو رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي؛ د لوړو زده کړو وزارت د اوبو او د ژوند چاپېریال تحقیقي ملي مرکز رئیس ډاکټر وسیم اقبال او د دواړو ادارو یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د جدي ۱۸ د پنجشنبې په ورځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.
په دغې جلسه کې د اوبو او ژوند چاپېریال تحقیقاتي مرکز رئیس د هغه ادارې په موخو او جوړښت، د تحقیقي مطالبو په تولید، د علمي تحقیقاتو څخه د استفادې او د تحقیقاتو په علمي کولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له رئیسانو څخه یې وغوښتل تر څو د اوبو او چاپېریال په برخه کې د تحقیقي ژورنال په لاره اچولو کې له دغې اداره سره مرسته وکړي.
په عین حال کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیسانو د یادې موضوع په اړه د مرستې ډاډ ورکړ او هوکړه یې وکړه چې د دواړو ادارو تر منځ د لا ډير مرستې او همغږۍ په موخه نورې ناستې وکړي.
