د فاریاب ولایت د دهنه درې بند د چارو پرمختګ، وضعیت څېړلو او ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

MEW-Media
Wed, Jan 20 2021 9:08 AM
99

دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په رهبرۍ چې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت د ولس استازو، د قراردادي شرکت استازو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئيسانو او انجنیرانو شتون درلود د جدي ۳۰ د سې شنبې په ورځ تر سره شوه.

په سر کې د قراردادي شرکت استازي لخوا د پروژې د چارو پرمختګ او د ستونزو بررسي په اړه راپور او توضحات وړاندې شول.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پروژې د چارو په چټکتیا تينګار وکړ، له قراردادي شرکت او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له مسؤلینو څخه وغوستل چې د پروژې ستونزې او تازه تغیرات د یو پرزنټېشن په واسطه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام سره شریک کړي او له هغه وروسته باید د یو ځانګړي پلان مطابق د هرو ۱۵ ورځو په جریان کې د چارو پرمختګ راپور وړاندې شي.

ښاغلي تکل د فاریاب ولایت د ولس استازو او له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې راتلوونکي سې شنبه يو ځل بیا په همدې موخه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړي تر څو د پروژې ستونزې د حل لپاره هر اړخیز تعهد وشي.

په دوام یې د فاریاب ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مقام له هڅو او جدیت څخه قدرداني وکړه او د پروژې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو د حل لپاره یې ژمنه وکړه.

د دهنه درې بند پروژه د اوبو لګولو او بريښنا تولید په موخه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پلي کیږي. دغه بند به د جوړېدو وروسته د ۲۵.۶ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو او د ۱.۵ مېګاواټه بريښنا د تولید ارزښت ولري.

د دغه بند جوړېدو سره به د ۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu