د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې شو.

MEW-Media
Wed, Apr 21 2021 8:24 AM
32

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په یوې رسمي جلسه کې چې د هریرود مرغاب په تالار کې جوړه شوې وه د دغې ادارې د عمومي رئيسانو او مشاورینو په شتون کې د اوبو سرچینو عمومي ریاست اړوند ریاستونو او امریتونو د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ ربعې دریو میاشتو فعالیتونه او لاسته راوړنې نظارت او بررسي کړې.

د اوبو سرچینو عمومي رئيس فایزالرحمن عزیزي د یو پرزنټېشن په وړاندې کولو سره د دغه عمومي ریاست د یوې ربعې فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ توضحات وړاندې کړل.

په دغه راپور کې د هېواد د اوبو مدیریت او تنظیم، د اوبو سرچینو نظارتي شبکو د پراختیا، د اوبو سرچینو د معلوماتو او ارقامو تحلیل، د سیلابونو او وچکالۍ په اړه د عامه پوهاوي او د اوبو سرچینو اړونده ګڼ شمېر فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د راپور بررسي وروسته په اوس وخت کې د اوبو مدیریت ارزښت ته په کتو د دغه ریاست د چارو بهتروالي په موخه لازمې لارښونې وړاندې کړې.

ښاغلي بصیري د اوبو سرچینو عمومي ریاست د فعالیتونو ستاینې تر څنګ د اوبو سرچینو مدیریت ډيجيتل کولو، د اوبو سرچینو ډيټا سنټر را منځته کولو او د دغه ریاست د تحقیقاتي ټکنالوژۍ امریت په فعالېدو ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د دغه ادارې ټول عمومي ریاستونه به د پلان مطابق د کال د لومړۍ ربعې د فعالیتونو راپور په نوبت سره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام، رئیسانو او مشاورینو ته وړاندې کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu