د کابل سیندیزې عمومي حوزې ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

MEW-Media
Sun, Apr 25 2021 8:56 AM
325

د کابل سیندیزې عمومي حوزې ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

د کابل سیندیزې عمومي حوزې د ۱۴۰۰ کال د لومړیو ربعې د دریو میاشتو راپور د یوې رسمي جلسې په ترڅ کې چې مشري یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کوله د دغئ ادارې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو په شتون کې وړاندې کړ.

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئیسې انجنیر فومن فروغ د یو پرزنټېشن له لارې د دغه عمومی ریاست د یوې ربعې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

په دغه راپور کې د یاد عمومي ریاست اړونده د عمده فعالیتونو، د اوبو سرچیو، د برنامو همغږۍ، د اوبو چارو تنظیم او په ۱۴ حوزو کې د پروژو تطبیق او څارنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپور د بررسي پر وخت د دغه عمومي حوزې او د دغه عمومي ریاست په چوکاټ کې د فرعي حوزو د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته په کتو په سندیزو فرعي حوزو کې د چارو غوره ترسراوي په موخه لازم هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د دغې ادارې ټول عمومي ریاستونو د پلان مطابق د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې د فعالیتونو راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام، رئيسانو او مشاورینو حضور ته وړاندې کړ.

اداره ملی تنظیم امور آب

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu