د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، د ملي امنیت اقتصادي شورا ریاست او CHINA STATE کمپنۍ تر مینځ د همکارۍ جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Wed, May 26 2021 8:36 AM
323

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، د ملي امنیت اقتصادي شورا ریاست او CHINA STATE کمپنۍ تر مینځ د همکارۍ جلسه ترسره شوه.

دا جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي احمد ویس بصیري او د دې ادارې تخنیکي همکارانو، د ملي امنیت شورا اقتصادي رئیس، په دوبۍ کې د افغانستان شارژدافیر او CHINA STATE ودانیزې کمپنۍ استازي په ګډون په انلاین بڼه په افغانستان کې د اوبو مدیریت او د انرژي تولید لویو پروژو کې د تخنیکی او مالي تجربو شریکولو په موخه ترسره شوه.

لومړی د یادې کمپنۍ مسؤلینو د خپل شرکت تجربي او فعالیتونه تشریح او په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره خپله اماده ګي اعلان کړه.

ورپسې د ملي امنیت شورای اقتصادي برخې رئیس په افغانستان کې د پانګوالو په ځانګړي توګه د پانګه اچوونکو کمپنیو د امنیت په اړه له خپله اړخه د امنیتي ستونزو حل په برخه کې ډاډ ورکړه.

همدا شان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون د نړۍ مشهورو کمپنیو سره د دې هیواد له موډلونو یادونه وکړه، او د دې ادراې تخنیکي مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د CHINA STATE کمپنۍ سره تخنیکي اسناد شریک کړي.

ښاغلي بصیري له موجوده فرصتونو او ظرفیتونو څخه د غوره استفادې په موخه د یادو ادارو ترمنځ د لازیاتو همغږیو رامنځته کیدو په اړه ټینګار وکړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu