د سلما بند د ساتنې او پاملرنې په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاونت او د دافغانستان برښنا شرکت عملیاتي معاونت ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Wed, Jun 02 2021 8:47 AM
5411

د سلما بند د ساتنې او پاملرنې په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاونت او د دافغانستان برښنا شرکت عملیاتي معاونت ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاری دفتر کې د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتو معاون ښاغلي محمد امان سره په داسې حال کې ولیدل چې ښاغلي انجنیر فرهاد ضیا د اوبو تاسیساتو د انجینرۍ خدمتونو عمومي رئیس او محبوب الله آفاق د اوبو تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې رئیس هم حضور درلود، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برښنا شرکت ترمنځ د تفاهم لیک او د سلما بند ساتنې او پاملرنې اړوند مسائیلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون دسلما بند د ساتنې او پاملرنې چارو ته په اشاره د دې دواړو ادارو ترمنځ په لا همغږۍ ټینګار وکړ.

په یاده جلسه کې دواړو معاونینو پریکړه وکړه چې یو ګډ تخنیکي ټیم دسلما بند سیمې واستوي ترڅو ټول اړونده تخنیکي مسائل له نږدې وګوري، او له کتلو وروسته د اړونده مسائلو راپور دې وړاندې کړي، د ګډ هیئت د راپور له بیا کتنې وروسته دواړه ادارې د موجوده ستونزو او مسائلو حل په موخه کار وکړي.

همدا شان دواړه اړخونو ټیګار وکړ چې د سلما بند دساتنې او پاملرنې په اړه د دواړو ادارو ترمنځ د ګډ کار تفاهم لیک په نږدې راتلوونکې کې وغځول شي.

د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu