د شاه و عروس بند د استملاک ستونزې د حل په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
Mon, Jun 07 2021 9:43 AM
6856

د شاه و عروس بند د استملاک ستونزې د حل په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

د جمهوري ریاست عالي مقام د چارو په اداره کې د کابل د شاه و عروس بند د استملاک ستونزو د حل په موخه د همغږۍ جلسه چې د دغې ادارې مرستیال ښاغلي ډاکټر عبدالکریم توتاخېل، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنبر خان محمد تکل، د مالې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدران، د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت استازو ګډون کړی وو تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل ګډونوالو ته د دغه بند د چارو پرمختګ په اړه وویل" د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې شوي؛ د استملاک موضوعات تر ډيره بریده پر مخ تللي؛ زیانمنو کورنیو ته په بدیل کې زراعتي ځمکې او رهایشي نمرې وېشل شوي؛ يواځنۍ ستونزه چې د بند د ګټې اخیستنې مخه یې نیولې د زیانمنو ته د نغدي مرستو وېشل دي..."

په ناسته کې پرېکړه شوه چې ژر تر ژره دې د شاه و عروس بند زیانمنو بانکي حسابونو ته هغوئ ته د اوښتي زیان پېسې واستول شي او خلکو ته قناعت ورکول شي چې د بند د کاسې تخلیې او پاکولو ته اجازه ورکړي تر څو د بند کاسه پاکه د اوبو ذخیره کول پيل او بند عملا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu