د آسيا پراختيايي بانک له مسؤلينو سره د دهلې بند پراختيايي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Mon, Jun 21 2021 8:15 AM
313

د آسيا پراختيايي بانک له مسؤلينو سره د دهلې بند پراختيايي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه جلسه ترسره شوه.

د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل په داسې حال کې د آسيا پراختيايي بانک له مسؤلينو سره د دهلې بند چارو د چټکتیا په اړه په انلاين جلسه کې بحث او د نظرونو تبادله وکړه چې د پروګرامونو د مرکزي دفتر رئیس او د یادې پروژې مدير هم ګډون درلود.

په دې جلسه کې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس د تفصيلي ډيزاين، تدارکاتو او د دهلې بند د څارنې په موخه د يوې مشورتي کمپنۍ ګمارنې په اړه بحث وکړ‌. او د دې موضوع د چارو د چټکتيا په اړه يې ټينګار وکړ.

همدا شان د PCMO رئيس ښاغلي سادات د‌ پروژې موجوده وضعيت په اړه د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د کار چټکتیا او په نيږدې وخت کې د يوې مشورتي کمپنۍ له ګمارنې د جلسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu