د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ۲ ربعې راپور د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې شو.

MEW-Media
Sat, Jul 03 2021 8:26 AM
987

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په یوې رسمي جلسه کې چې د دغې ادارې د عمومي رئيسانو او مشاورینو په شتون کې د اوبو سرچینو عمومي ریاست اړوند ریاستونو او امریتونو د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ ربعې دریو میاشتو فعالیتونه او لاسته راوړنې نظارت او بررسي کړې.

د اوبو سرچینو عمومي رئيس فایزالرحمن عزیزي د یو پرزنټېشن په وړاندې کولو سره د دغه عمومي ریاست د ۲ ربعې فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ توضحات وړاندې کړل.

په دغه راپور کې د هېواد د اوبو مدیریت او تنظیم، د اوبو سرچینو نظارتي شبکو د پراختیا، د اوبو سرچینو د معلوماتو او ارقامو تحلیل، د سیلابونو او وچکالۍ په اړه د عامه پوهاوي او د اوبو سرچینو اړونده ګڼ شمېر فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د راپور بررسي وروسته په اوس وخت کې د اوبو مدیریت ارزښت ته په کتو د دغه ریاست د چارو بهتروالي په موخه لازمې لارښونې وړاندې کړې.

ښاغلي تکل د اوبو سرچینو عمومي ریاست د فعالیتونو ستاینې تر څنګ د اوبو سرچینو مدیریت ډيجيتل کولو، د اوبو سرچینو ډيټا سنټر را منځته کولو او د دغه ریاست د تحقیقاتي ټکنالوژۍ امریت په فعالېدو ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د دغه ادارې ټول عمومي ریاستونه به د پلان مطابق د کال د ۲ ربعې د فعالیتونو راپور په نوبت سره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu