د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو
ښاغلی مولوي صاحب عارف الله"عارف" چې په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د رهبري له خوا د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په حیث په دنده ګومارل شوی، د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور له خوا د یاد وزارت کارمندانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي منصور د یاد وزارت مسئولیتونو په اهمیت لنډې خبرې وکړې او وروسته یې معین صاحب خپلو کارمندانو ته معرفي کړ.
غونډه د یوې دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د یادولو وړ ده، چې ښاغلی مولوي صاحب عارف الله عارف د ا.ا.ا د واکمنې په تېر پېرکې د غزني ولایت د مرستیال، د کابل ښاروال او د ماليې وزارت د مالي معین په توګه او د آمریکایې اشغال خلاف د وسله وال جهاد په ترڅ کې د ولایتي نظامي کمېسیون د غړي او سرپرست او دعوت او ارشاد مرکزي د کمېسیون د غړې په توګه دندې اجرا کړې دې.
