د اوبو او انرژي وزارت او ترکمنستان هیواد د لوړ پوړې پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
Sun, Jan 23 2022 6:54 PM
11

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور"، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي حافظ محمد امین، د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس ښاغلی انجنیر صفی الله "احمدزی" ، د برېښنا شرکت تجارتي رئيس ښاغلی مولوي عبدالرحمن "رحماني" ،د ترکمنستان هیواد د انرژي نړیوالو پروژو رئيس ښاغلي مراد‌ ارتیکوف، په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي عوضوف او د دواړو هیوادونو د یو شمېر چارواکو ترمنځ ترسره شوه.

په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د نور الجهاد سبسټېشن د جوړولو پروژې، د ټاپ پروژې د تطبیق، کابل ته د کرکي- اندخوی د برېښنا د مزي د انتقال او افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د زیاتوالي په اړه د همکاریو پر پراختیا بحث او دنظرونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور "د ترکمنستان هیواد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د دوامداره همکاریو له امله یې مننه وکړه او د یادو پروژو پر دوام او تطبیق یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ته د دغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د نور الجهاد د سبستیشن پروژې د قرارداد پر وروستي کیدو او د ټاپي پروژې پر تطبیق باندې کار وکړې.

په پای کې دواړو لوریو توافق وکړ تر څو د دواړو لوریو تخنیکي کمېټې د یادو پروژو پر پلي کیدو باندې کار وکړې او په راتلونکي کې ګډې همکاري پراخې کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu