د فراه ولایت سپین ږېرو د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس سره وکتل

hafiz_admin
Mon, Jan 31 2022 11:16 AM
18

د فراه ولایت سپین ږېرو او مخورو د خپلو ستونزو هوارولو لپاره د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس سره وکتل

په دغه لیدنه کې، د فراه ولایت مشرانو د امنیت د ټینګولو لپاره خوښې څرګنده کړه او د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس څخه یې و غوښتل چې، د اوبو زېرمو د بیارغونې د ستونزې په برخه کې ور سره همکاري وکړې.

د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د فراه ولایت سپین ږېرو او مشرانو ته د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې ریاست ته ښه راغلاست وویل او ژمنه یې وکړه چې، د اوبو زېرمو د ښه والي په برخه کې هر راز همکاري چې د دې ریاست په توان کې وشي و به نه سپموي.

همدارنګه ښاغلي مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په یوه جلا لیدنه کې  د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د هرات ولایت سپین ږېرو ستونزې یې وارېدل او هغوی ته یې د ستونزو د هوارولو لپاره د هر راز همکاري ژمنه و کړه او هیله یې څرګنده کړه ترڅو وکولای شي چې په ګډه سره ټولې ستونزې هوارې کړې.

User account menu