د اوبو معینیت اتمه اونیزه ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
Thu, Feb 03 2022 12:01 PM
18

دا جلسه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر تر ریاست لاندې د اوبو برخې ټولو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې په مختلفو تخنیکي موضوعاتو لکه د اوبو لګونې او بريښنا تولید لویو پروژو دوباره شروع د ځنډ ختمول، تر کار لاندې منځنیو او کوچنیو پروژو د ځنډ ختمول، د پروژو د انوایسونو طی مراحل کول  او نورو تخنیکی موضوعاتو بحث او نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د ناستې په جریان کې د ټولو موضوعاتو راپور په مفصل ډول وڅېړه او اړونده رئیسانو ته یې لازم تخنیکي هدایات ورکړل.

د یادونې وړه ده چې په دې ناسته کې دلویو پروژو لکه: د هرات ولایت پاشدان بند، د کمال خان بند دریم فاز، لغمان ولایت شاهی کانال، فاریاب ولایت دهنه دره بند، د کار بیا شروع کیدو د ځنډ رفع کول، د کار لاندې منځنیو او کوچنیو پروژو د کار شروع کول، د پراختیايي بودیجې د مصرف پلان جوړول، د زابل ولایت د توری بند پروژې، د پکتیکا ولایت پلتوني بند او ارزګان ولایت شفلوع بند   د کارونو بیا شروع کیدو او ځنډ ختمولو چې د ملي پراختیا شرکت سره مخکې قرارداد شوی دی، د کوچنیو پروژو د انوایس طی مراحل کول او یو شمیر نور تخنیکي موضوعات په مفصل ډول وڅیېړه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو او انرژي وزارت

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu