د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو رئیس معرفي شو.

mew-admin
Wed, Feb 23 2022 3:46 PM
۱

نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې د ا.ا.ا د اوبو او انرژی وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلی محمد الدین نیازي د وزارت مقام د دفتر رئیس قاري صاحب عبدالعزیز د مطبوعاتو او نشراتو رئیس ښاغلي غلام جیلاني حق پرست هم پکې ګډون درلود. ښاغلي اسد الله کاکړ دیاد وزارت د بشري سرچینو د رئیس په حیث خپلو ادارې کارمندانو ته ور وپیژندل شو. د وزارت مقام د دفتر رئیس قاري صاحب محمد عبدالعزیز د خپلو خبرو په ترڅ کې تول کارمندان د ایمانداري او مسئولیت پذیری احساس ، اخلاص او صداقت ته و هڅول. په دې غونډه کی د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلي حاجی محمد الدین نیازی خلکوته ښه خدمت کول دینی او ملي مسئولیت وباله، له کارمندانو څخه يي وغوښتل چې د وزارت له مراجعینو سره نیک او غوره چلند وکړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپل ټول توان په کار واچوي. د یادوني وړ ده چي ښاغلي اسدالله کاکړ په حقوقو او شرعیاتوکې د ماستري په سویه تحصیلات لري. او د ا.ا.ا د واکمني په تیره دوره کې ئی دکرهنې او مالداري وزارت د ترانسپورت د رئیس او د کندهار ښاروالي د ترانسپورت د آمر په حیث دندې ترسره کړې دي. د ا.ا.ا د واکمني لمړۍ دوري تر پای ته رسیدو وروسته د وخت د دولت له خوا اسیر شو او تر ۱۳ میاشتې اسارت وروسته خوشی او مجاهدینو سره همکار او د جهاد د بریا په لاره کې ئې زیات فعالیتونه ترسره کړي دي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu