د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د سرپل ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
Wed, Mar 16 2022 12:03 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معین ښاغلی مولوي عارف الله" عارف" نن د  خپل کار په دفتر کې د سرپل ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد یعقوب سره ولیدل او په  یاد ولایت کې د برېښنا رسونې د پروژو او د اوبو د بندونو د جوړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژی وزارت د انرژي معین د سرپل ولایت والي ته ښه راغلاست وویل او په هېواد کې د امنیت د ټینګیدو په یادولو سره یې څرګنده کړه، چې اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې ټول د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلو.

 په ورته وخت کې، د سرپل ولایت والي د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین څخه وغوښتل، ترڅو په یاد ولایت کې د اوبو  لویو او وړوو بندونو د جوړولو او برېښنا رسولو کې  پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د اوبو او نرژي وزارت د انرژي معین ښاغلی مولوي عارف الله عارف د سرپل والي ته ژمنه ورکړه،چې د اوبو او انرژي وزارت د بودجې په پام کې نیولو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تبعیض پرته هڅه کوي چې هغه ځایونه چې د برېښنا څخه محروم دي، د اوبو بندونو چارې پیل او د برېښنا رسونې پروژې چټکې کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu