د پکتيا ولايت د هايدروميټرولوژيکي سټيشنونو تخنیکي ستونزې حل شوې
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست په غوښتنه او د کابل سينديزې حوزې لوى رياست په لارښوونه پکتيا ولايت ته د هايدروميټرولوژيکي سټيشنونو د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د دغه برخې کارپوهانو ډلې کاري سفر ترسره کړ.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست انجنيرانو په ملتيا يادې ډلې د پکتيا ولايت بېلابېلو ولسواليو ته په کاري سفر کې د ميرزکې ولسوالۍ ويجاړ شوى د هايدروميټرولوژيکي سټيشن له سره جوړ کړ، همدارنګه يې د لجې منګل ولسوالۍ د ډوډې او د څمکنیو ولسوالۍ د هايدروميټرولوژيکي سټيشنونو تخنیکي ستونزې حل او هوارې کړې.
له نوموړو سټيشنونو څخه په بېلابېلو وختونو کې د اوبو زېرمه شوي مالومات اخيستل کيږي، چې د هغوى په مرسته د اوبو مديريت په غوره ډول ترسره کيږي.
.
