د هرات هریرود پائیني فرعي سیندیزې حوزې مشورتي ناسته

mew-admin
Tue, Apr 05 2022 12:22 PM
1

د هرات هریرود پائیني فرعي سیندیزې حوزې مشورتي ناسته د هریرود پائیني فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوی سردارولی مزمل تررهبرۍ لاندې په داسې حال کې چې د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوی عبدالسلام مستوفي آغا ، د حوزو د اوبو تنظیم امرینو او د هریرود بالا دست مسیر ۵ ولسوالیو (چشت شریف،اوبه، پشتون زرغون، گذره و انجیل) استازوګډون درلود د هریرود اوبو د عادلانه توزیع په موخه د مخکي ناستو په دوام نن دوشنبه ۰۳/۰۹/۱۴۴۳ د سیندیزې حوزې د کنفرانسونو په صالون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې وروسته د بحث او مختلفو نظرونو له تبادلې څخه فیصله وشوه د ټولو ولسوالیو (چشت شریف،اوبه، پشتون زرغون، گذره و انجیل) کانالونو سربندونه د ۵ شپو په اندازه د ۰۵/۰۹/۱۴۴۳ نیټې د مازیګر له ۴ بجو بند شي او اوبه د ۳ لاندې ولسوالیو (زنده جان، غوریان و کهسان) د کروندو غوره خړوبولو په موخه وکارول شي، همدا شان فیصله وشوه چې د لاندې دریو ولسوالیو له استازو سره ناسته د سه شنبې ورځ  ۱۴۴۳/۰۹/۰۴  نیټه او همدا شان د شنبې ورځ  ۱۴۴۳/۰۹/۰۸ نیټه د ۸ ولسوالیو له استازو سره د سلما بند د اوبو په اړه تصمیم ونیول شي

ناسته ۱۲ بجې مخکې له غرمې د دوعایه کلماتو په لوستلو سره ختمه شوه

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu