د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس د هریرود اوبو د عادلانه وېش په موخه پښتون زرغون ولسوالی ته سفر وکړ
د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلی مولوي سردار ولي مزمل او ورسره مل د اوبو د تنظیم آمر ښاغلی انجنیر جلیل احمد محمدي د هریرود اوبو د عادلانه وېش او د هریرود د لوړ لاس مسیر د ولسوالیو د کانالونو د سربندونو د لیدنې په موخه پښتون زرغون ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس په پیل کې د پښتون زرغون ولسوالۍ د ولسوال له مرستیال ښاغلي مولوي منیب سره لیدنه تر سره او د سلما بند څخه د خوشي کړای شوي اوبو څخه د اغېزمنې ګټه اخیستنې په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه او وروسته د مولوي منیب او مل پلاوي سره د پښتون زرغون ولسوالۍ د کمبراق، فشکان او شاه فلان د کانالونو د سربندونو څخه لیدنه و کړه.
