د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس  د پاشدان بند څځه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, May 22 2022 3:34 PM
1

د هریردو مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي ملا سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل او ور سره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پاشدان بند له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې څخه د پاشدان بند په ساحه کې د وروستیو سیلابونو وروسته د یاد بند د ودانیو د کلي وضعیت بررسي وه او د بند ټولې ساحې لکه د کښته لاس کانالونه، پرچاو، د بند بدنه، د آبګیر و دانۍ او پاورهاوس بررسي شو.

د ترسره شوې بررسي پام کې نیولو سره، په ځینو ځایونو کې کانالونه او نیمه کاره ودانۍ ویجاړې شوې او د دغو ودانیو د لازیاتې ویجاړیدو د مخنیوي په موخه د قراردادي شرکت له خوا په سیمه کې بیړنیو اقداماتو ته اړتیاده.

د دې لیدنې په پای کې، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د هیوادوال ودانیز شرکت او امنیتي مسؤلینو ته د پاشدان بند اړوند ودانیو او ساحو د ساتنې او پالنې په موخه لازم هدایات ورکړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu