د هریرود مرغاب سیندیزي فرعي حوزې د عمومي ریاست په سالون کې د اوبو د سرچینو د مدیریت د همغږي کمیټې غونډه ترسره شوه.

mew-admin
Sat, Jun 25 2022 3:05 PM
۱

د هریرود مرغاب سیندیزي فرعي حوزې د عمومي ریاست په سالون کې د اوبو د سرچینو د مدیریت د همغږي کمیټې غونډه د هرات د هریرود سیندیزي حوزې د محترم رئیس(مولوي سردار ولي "مزمل") په حضور کې ترسره شوه.

 یاده غونډه کي  د کرنې رياست استازي ، د حج او اوقافو رياست استازي، د هرات پوهنتون استازي، د اوبو رسولو رياست استازي، د کانونو رياست استازى، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست استازي، د ښار جوړونې رياست استازي او د ښاروالي استازي. د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست استازی ګډون درلود.

لومړی غونډه د کلام الله د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه

ورپسې د هرات د هريرود فرعي حوزې رئيس مولوي سردار ولي (مزمل) د اوبو پر ارزښت خبرې وکړې او د غونډې له غړو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې همکاري او خپل ګټور نظرونه وړاندې کړي.

1 : د اوبو د زیات استعمال  او پخپل سر څاه کیندلو څخه ډډه کول

2 : د سطحي اوبو کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کول

۳:  د اوبو د ککړتیا مخنیوی

په پای کې د غونډې غړو خپل نظرونه وړاندې کړل او د پورتنیو موضوعاتو د بیا کتنې په موخه درې ټیمونه جوړ شول ترڅو په راتلونکې غونډه کې خپل پلان وړاندې او د کمیټې له خوا تصویب او نهايي شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu