د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په افغانستان کې د  FAO سازمان له عمومي مشر سره لیدنه ترسره کړه

mew-admin
Mon, Jul 04 2022 1:44 PM
۱

د ننګرهار سیندیزې حوزې سرپرست ښاغلي مولوي سید محمد صادق هاشمي په افغانستان کې د  FAO عمومي مشر ښاغلي ریچرډ ټرینچر سره وکتل.

 په یاده لیدنه کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې سرپرست  په افغانستان کې د یاد سازمان عمومي مشر ته د اوبو د ښه مدیریت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له هغه څخه یې د ځمکې لاندې اوبو د کمیدو د مخنیوي لپاره د چکدمونو او نوي کانالونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د FAO سازمان عمومي مشر په دې کتنه کې خپل راتلونکي پلانونه تشریح کړ او ژمنیه یې وکړه، چې د اوبو لګولو او کرنې سکتور ته به ځانکړي پاملرنه وکړي.

User account menu