د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي پلاوي سره وکتل
د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي له هغه پلاوي څخه چې له مرکز څخه راغلی و، لیدنه ترسره کړه.
په یاده لیدنه کې، د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اوبو او انرژي وزارت له خوا د پلي شویو پروژو په هکله خبرې وکړي او پلاوي ته یې د هر ډول څارنې د چمتوکولو د زمینې برابرولو ژمنه ورکړه.
وروسته، د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د یادې سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته خپل کاري پلان وړاندې کړ.
