د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د خپلواکي د ورځې نمانځلو  غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
Mon, Aug 15 2022 5:06 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير ښاغلي ملا عبداللطيف منصور په هغه غونډه چې د برېښنا توليد حوزوي رياست کې چې د آمريکا څخه د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون وکړ.

ښاغلي منصور ټولو افغانانو ته د دې ورځې د مبارکي ويلو ترڅنګ، د برېښنا توليد حوزوي رياست کړنې او لاسته راوړنې د قدر او ستايلو وړ وګڼلې او د نغلو برېښنا فابريکې د ګلابه دروازې د رغولو چارې يې پرانيستلې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د ياد رياست يو شمېر کارمندان  په مادي مکافاتو ونازول.

د يادې غونډې په پاى کې؛ د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د شهيد مولوي سيف الرحمن منصور په نوم تفريحګاه پرانيسته او د شهيد غازي خطاب په څلور لارې کې د ا.ا.ا بيرغ رپانده کړ.

User account menu