د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو  د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Sep 03 2022 5:36 PM
1

د یاد پلاوي د ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د اقتصاد وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري او کلیو پراختیا وزارت، ټولګټو وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د تېرو ناستو د څېړنو په دوام کې په ګډه سره د کلیو پراختیا وزارت په دریو لویو قراردادونو باندې کار ترسره شو او د ناستې غړو د یادو قراردادونو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه، چې د قراردادونو تر څېړنې  او هر اړخیز تحلیل  وروسته، د هغوی له څېړنو څخه د لاسته راوړل شویو پایلو راپور د یاد پلاوي په راپور کې شامل شو، ترڅو په پای کې د اسلامي امارت له کابینې سره شریک شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي مارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت کابینې حضور ته وړاندې کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu