د کمال خان بند د اوبو د تخصیص د طرحې د څېړنې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Oct 01 2022 4:50 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د کمال خان بند د اوبو د تخصیص د طرحې د څېړنې، د یاد بند په لویو کانالونو کې د اوبو د وېش د څرنګوالي په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، د تخنیکي مسؤلینو د مطالعاتو پایله او د یادې طرحې مسوده د یوه پرزنتیشن په ترڅ کې په پشپړ ډول وړاندې شوه، چې د اوبو سکتور یو شمېر مسؤلینو او سلاکارانو د هغه په هکله خپل اندونه څرګند کړل.

د اوبو ښاغلي معین د موضوعاتو تر څېړنې او د سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر آورېدو وروسته،  د یادې طرحې د ښه والي په هکله یې لازم هدایات ورکړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu