د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Oct 04 2022 12:48 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده  او د وزارت د عمومي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برېښنا انتقالي مزي او د برېښنا د وېش د سب استیشنونو پروژې، په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د طرحې د پلي کېدو او د اوبو او انرژي اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اړوندو  مسؤلینو د راپورونو تر آورېدو  وروسته، په ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو  په هکله اړین هدایات ورکړل او د انرژي سکتور مسؤلینو ته یې هدایت ورکړ چې په  پکتیکا ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې لومړۍ فاز دې ژرترژره اعلان ته و سپاري.

همدارنګه ښاغلي منصور په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي پروژو د غوره مدیریت او پلي کېدو په موخه لازم هدایات ورکړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu