د اوبو او انرژي وزارت نوي ټاکل شوي رئيسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
Wed, Oct 05 2022 4:03 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت درې تنه نوي ټاکل شوي رئيسان چې د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ نوي ټاکل شوي دي، د وزارت مقام د دفتر د عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا همکارانو ته ور وپېژندل شول.

ښاغلی مولوي عزیزالله سهار د کورنۍ پلټنې د رئيس په توګه،  ښاغلی انجنیر عبدالغفور عمري د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدمتونو د عمومي رئيس په توګه ، او ښاغلی انجنیر نعمان نثار د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس په توګه د هغه رئيسانو له ډلې څخه دي، چې د ریاست الوزرا د عالي مقام له خوا په یاد شویو بستونو کې  نوي ټاکل شوي دي.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د اوبو او انرژي وزارت د مقام  د دفتر عمومي رئيس  د یادو رئيسانو د معرفي کولو په وخت کې د دې بدلونونو څخه موخه د چارو د ښه ترسره کول و بلله او ټول کارمندان یې هېواد او د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره د اخلاص او لا زیاتو هڅو ترسره کولو ته وهڅول.

باید یادونه وکړو چې ښاغلی مولوي عزیزالله سهار د دیني علومو فارغ التحصیل او څه باندې لس کاله یې د دیني علومو د مدرس په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه د آمریکایانو د اشغال په وخت کې د هېواد د خپلواکي لپاره وسله وال جهاد کړی او همدارنګه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د ولسوال په توګه، د یادې ولسوالي د سرګروپ،مالي آمر او د دې ولسوالي د کمیسیون د غړې په توګه دنده ترسره کړې ده.

همدارنګه ښاغلی انجنیر عبدالغفور عمري چې د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدمتونو د عمومي رئيس په توګه معرفي شوی، تر دې مخکې یې د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

او ښاغلی انجنیر نعمان نثار، چې نوی د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس په توګه ګومارل  شوی دی، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو سرچینو او چاپېریال ساتنې انجنیرۍ پوهنځي څخه د ماسټري سند لري او نږدې لس کاله په پوهنتونونو کې د ښوونکي، د پولې تېریدونکو اوبو او د اوبو د څېړنو په برخه کې کاري تجربه لري.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu