د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت له مستشار سره وکتل

mew-admin
Sat, Oct 22 2022 3:12 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاد د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مستشار ښاغلي حسن شیرازي سره لیدنه ترسره کړه او د شاه و عروس بند پروژې د ستونزو د هوارولو او د پاتې چارو د چټکتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې دواړو لورو دکابل د خلکو لپاره د شاه وعروس بند پروژه بنسټیزه وبلله او د ستونزو د حل او د پاتې کارونو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مستشار ته د ښه راغلاست ترڅنګ  وویل چې د شاه و عروس بند پروژه د مهمو پروژو څخه ده، چې د اسلامي امارت په کابینه کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی او بودجه یې تصویب شوې؛ له همدې کبله د قراردادي شرکت څخه تمه کېږي چې د یاد بند پاتې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

په ورته مهال ، د ایران د سفارت مستشار د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ایران د سفارت له خوا به د اړتیا وړ همکاري ترسره شي.

په پاي کې  دواړو لورو هوکړه وکړه چې د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي مسئولین د ایران د سفارت له مسئولینو او د قراردادي شرکت له استازو سره د پروژې د ستونزو د حل او د پاتې کارونو د چټکتیا په موخه یوه ناسته ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu