د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په کابل کې د ایران سفارت له مستشار او یو ایراني پانګوال سره وکتل

MEW-Media
Tue, Nov 15 2022 3:16 PM
۱

 

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني د خپل کار په دفتر کې د ایران سفارت له مستشار ښاغلي حسن شیرزادي او له ایراني پانګوال ښاغلي حسین علي شهیدي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په کابل کې د ایران سفارت مستشار او د هغه هېواد پانګوال په افغانستان کې د اوبو رسونې او د انرژي د تولید د پروژو په پلې کولو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د انرژي ښاغلي معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې ده او د اوبو او انرژي وزارت رهبري د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کوي.

په پای کې دواړو لورو د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو او عملي اقداماتو پیلولو لپاره په اړینو همغږیو باندې ټینګار وکړ.

User account menu