د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین له یو شمېر ایراني پانګوالو سره وکتل

MEW-Media
Wed, Nov 16 2022 4:27 PM
۱

 

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر ایراني پانګوالو چې د طوس آب مشارکتي شرکت او د توس مسیر شرکت استازي پکې شامل وه، لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې، نوموړي پانګوالو په کابل ښار کې د اوبو رسولو پروژو په ځانګړې توګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د خپلو پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو ښاغلي معین د نوموړو پانګوالو له پانګونې څخه هر کلی وکړ او ټینګار یې و کړ، چې د لا زیاتو همغږیو لپاره تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو په دې ناستو کې نوموړي شرکتونه د خپلو پانګونې طرحې د اوبو له معین سره شریکې کړي او دغه راز د وزارت مطالعاتو پایلې او فعالیتونه له دوی سره شریک شي.

همدارنګه د اوبو معین د پروژې ارزښت ته په اشارې سره د اړینو همغږیو په چټکتیا او د عملي اقداماتو په پیلولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu