د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت له مالي او اداري عمومي رئيس سره وکتل

mew-admin
Sun, Nov 20 2022 4:14 PM
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري له عمومي رئيس ښاغلي حاجي محمدالدین نیازي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، ښاغلي ذاکر د یاد ریاست مالي ستونزې د وزارت له مالي او اداري عمومي رئيس سره شریکې کړي.

همدغه راز ښاغلي نیازي د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu