د هرات ولایت د ولایتي انرژي کمیټې رئيس د یوې ناستې په ترڅ کې وټاکل شو
په یاده ناسته کې د اکثره ګډونوالو د راي پر بنسټ، د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا د یادې کمیټې د رئيس، ښاغلي عبداللطیف سفیدروان د کمیټې د مرستیال او ښاغلي سید رسول سادات د کمیټې د سکرتر په ټوګه و ټاکل شو.
د یادولو وړ ده، چې د ولایت مقام او د سکتوري خدمتونو، اقتصاد، برېښنا شرکت، د سوداګري خونې او د لاندني هریرود سیندیزې حوزې ریاستونو استازي د یادې کمیټې غړي دي.
