په کنړ او بادغیس ولایتونو کې د برېښنا رسولو دوو پروژو د ستونزو د هوارولو او د پاتې چارو د پلي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Dec 28 2022 4:15 PM
۱

یاده ناسته د وزارت مقام د اقتصادي سلاکار ښاغلي الحاج محمد حارث زرمتي تر مشري لاندې د قراردادي شرکت د استازو او د سترو قراردادونو د رهبري پلاوي له خوا د ټاکل شوې کمیټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې په کنړ ولایت کې د منوګي د برېښنا د وېش شبکې د پروژې د پاتې چارو د پلي کېدو او په بادغیس ولایت کې د ۲۱ کلیو لپاره د برېښنا د وېش شبکې د پروژې د وضعیت د څېړلو او ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د وزارت اقتصادي سلاکار د یادې ناستې په بهیر کې دغو پروژو ته د خلکو اړتیا او د ملي ګټو ارزښت ته په کتو سره له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د یادو پروژو د پاتې چارو په پلي کولو کې همکاري وکړي، ترڅو له یوې خوا ملي ګټې خوندي شي او له بلې خوا پانګوال په یادو پروژو کې پانګونې ته وهڅول شي.

په ورته مهال، د قراردادي شرکت استازو هم د خپلو همکاریو په هکله ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په یادو پروژو کې يې اړین تخفیف په پام کې نیولی او خپلې ټولې هڅې به د پروژو د پاتې چارو په پلي کولو کې په کار واچوي، ترڅو زمونږ هېوادوال د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu