د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس د ښکتني هلمند(زرنج) سیندیزې فرعي حوزې له رئیس سره وکتل
د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج قاري عبدالهادي هادي د ښکتني هلمند(زرنج) سیندیزې فرعي حوزې له رئیس مولوي سید محمد ولي آغا سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د نیمروز ولایت د حقابې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په پای کې د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس د ښکتني هلمند(زرنج) سیندیزې فرعي حوزې رئیس ته د هر راز همکاری په هکله ډاډ ورکړ.
