د عبادت د اهمیت په هکله د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, Jan 18 2023 1:39 PM
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د جومات د امام ښاغلي مولوي سید هارون له خوا د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پيل شو او همدارنګه د سمینار په پیل کې مبلغ ښاغلي عبدالواحد میاخیل د شکر د اداکولو د اهمیت په هکله لنډه مقدمه وړاندې کړه.

د سمینار په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف د خدای(ج) د عبادت، د قرآنکریم د تلاوت او د خدای(ج) د ذکر د ترسره کولو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي عارف د قرآنکریم د آیتونو په استناد سره د انسان د خلقت تر ټولو مهمه موخه عبادت بیان کړ او یادونه یې وکړه چې د انسان عمر هغه وخت ارزښتناکه دی چې د خدای(ج) د عباداتو په ترسره کولو کې  تیر شي.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس له ټولو کارمندانو څخه و غوښتل چې د وخت او د خپلې ځواني ارزښت ته پام وکړي او له دې دوو سترو پانګو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. همدارنګه هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د حاکمانو له فرامینو څخه پيروي د ټولنې پر هر وګړي او په ځانګړې توګه د ادارو پر کارمندانو باندې واجب ده، د اسلامي امارت حاکمان په خپلو چارو کې رښتینې دي او هغه دساتیر ورکوي چې د شریعت له نظره جایز او زمونږ د دنیا او آخرت په ګټه وي. هغوی مونږ له هغه چارو څخه چې زمونږ د دنیا او آخرت په تاوان وي، منع کوي.

د یاد سمینار په پای کې، ښاغلي عارف د خدای(ج) له دربار څخه د ټولو ګډونوالو لپاره د رښتینې خدمتونو د وړاندې کولو د  توفیق غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu