په میدان ښار سیندیزه فرعي حوزه کې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم تر مشرې لاندې ترسره او د امیر المومنین حفظه الله د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه اړینې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه په دې ناسته کې د سروي دوو ټیمونو ته دنده و سپارل شوه چې په دهرۍ ولسوالي کې د پروژو سروي او ډیزاین ترسره او له مرکز سره دې شریکي کړي او دوو نورو ټیمونو ته هم دنده و سپارل شوه چې د یادې حوزې تر کار لاندې پروژو د چارو له بهیر څخه په منظم ډول څارنه وکړي.
