د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوی بلخ ولایت ته د شمال زون د انرژي آمریت د تخنیکي او مسلکي چارو د پراختیا په موخه سفر وکړ
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي زونونو د همغږي آمر محترم مولوي محمد حنیف صاحب زاده د یوه تخنیکي پلاوي په مشرې بلخ ولایت ته د شمال زون د انرژي آمریت د تخنیکي او مسلکي چارو د پراختیا او د نوموړي آمریت د ستونزو د هوارولو په موخه سفر وکړ.
نوموړی تخنیکي پلاوی د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت سره وکتل او په دې برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د وزارت د تخنیکي پلاوي سفر د شمال زون د انرژي آمریت د تخنیکي او مسلکي چارو د پراختیا، د نوموړي آمریت د فعالیتونو د څارنې او د انرژي چارو د غوره والي په برخه کې یو ارزښتناک ګام و باله او د هر راز همکاري ژمنه یې وکړه.
