کاپیسا ولایت کې د شاخ آب کانال د سربند پاکاري ترسره شوه

mew-admin
Tue, Jul 11 2023 9:25 AM
1

د کاپيسا ولایت د کوهستان په دوهمې حصې ولسوالي کې د شاخ آب کانال د سربند پاکاري د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې په همغږي سره د اوبو ټولنې د ګټې اخیستونکو او میرابانو له خوا ترسره شوه.

نوموړی کانال د څه باندې ۹۵۵ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

په ورته مهال، د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیمونو د تګاب هایدرولوژي سټیشن د ساتنې او مراقبت چارې ترسره کړې.

User account menu