د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د پروان پروژې د واټرپمپ کانال د پاک کاري چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس حافظ انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پروان پروژې د واټرپمپ کانال د پاک کاري چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د پروان پروژې د واټرپمپ کانال د پاک کاري چارې د دې، آر، سي موسسې په همکاری سره ترسره کېږي، چې پکې ۲۴۰ تنو ته د کار زمینه چمتو شوې ده او د پاک کاري چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمیر کرنیزې ځمکې خړوبې شي.