په خوست ولایت کې د سوري پاڼ کانال د جوړولو چارې د 132223 امریکایې ډالرو په ارزښت پرانیستل شوې

mew-admin
Wed, Sep 20 2023 4:08 PM
1

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د سوري پاڼ کانال د جوړولو چارې د یو سلو دوه دیرش زره دوه سوه درویشت(132223) امریکایې ډالرو په ارزښت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم، د صبریو ولسوالي ولسوال محترم عبدالولي سعید، په خوست ولایت کې د اړیکو د دفتر رئیس محترم محمد علي ځدران او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او مخورو په شتون کې پرانیستل شوې.

د نوموړي کانال د جوړولو چارې د 1250 مترو په اوږدوالي، د 80 سانتي مترو سور او 60 ساتني مترو په لوړوالي سره د سویس هېواد د پرمختیایې مرستو ادارې په مالي ملاتړ، د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي همکاري، د اړیکو دفتر له لوري پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي کانال د چارو په بشپړېدو سره به 1200  کورنۍ په مستقیمه توګه ترې ګټه واخلي او 3340 جریبه کرنیزې ځمکې به هم خړوبې شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu