په کاپیسا سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبیزې برېښنا دکوچنیو بندونو د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش تر مشرې لاندې د ټولنو د رئيسانو، د آبخور د استازو او د خواجه او خرم کانالونو په مسیر کې د اوبیزې برېښنا د کوچنیو بندونو د مالکینو په ګډون ترسره او او په دې برخه کې د طرحو، اندونو او شونو حل لارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.