د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د شمال سیندیزې عمومي حوزې او د بلخ له فرعي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Oct 12 2023 2:00 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د شمال سیندیزې عمومي حوزې او د بلخ له سیندیزې فرعي حوزې څخه ليدنه وکړه او د نوموړو حوزو له رئيسانو، کارمندانو او د بلخ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی ، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین او د بلخ ولایت یو شمېر قومي مشرانو په دې ولایت کې د اوبو او برېښنا انرژي د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې خپلې شته ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د نوموړو حوزو رئيسانو او دغه ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي او اړوندو مسؤلینو ته یې په دې هکله اړین هدایات ورکړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu