د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Oct 17 2023 3:53 PM
1

دغه ناسته د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي معینیت د بېلابېلو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د هغوی د ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه د نوموړې ناستې په بهیر کې هوکړه وشوه، چې د پانګونې د جذب ریاست د کاري لارښود د تنظیم په موخه دې ټول اړوند ریاستونه په ګډه سره کار وکړي، ترڅو ژر تر ژره نوموړی لارښود چمتو او د دغه ریاست چارې تنظیم او ګړندۍ شي. همدغه راز، ټینګار وشو چې  د انرژي سکتور د ماسټر پلان د نوي کېدو په برخه کې د ریاستونو ترمنځ دې لا زیاته پاملرنه او همغږۍ وشي.

د دفتر عمومي رئيس په دغه ناسته کې د اړینو وړتیاوو د رامنځته کېدو، د انرژي سکتور د پراختیایي پلان د چمتو کېدو او په دغه معینیت کې د نورو ترسره شوو فعالیتونو ته نغوته وکړه او د انرژي سکتور د پراختیا وضعیت مخ پر ودې وباله او د چارو په ترسره کولو کې د لا ډېرو هڅو  او نوښتونو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي عزیز د انرژي معینیت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې خپلې ټولې هڅې به په کار واچوي، ترڅو د دغه معینیت د چارو د غوره ترسره کولو لپاره اړین تجهیزات او امکانات چمتو شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu