د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په پاجورد کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې چارې ۳۷ سلنه پرمخ تللې دي
دغه د تحکیماتو د بولدروال پروژه د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان د اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د ۳۶۰ مترو په اوږدوالي سره د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په پاجورد کلي کې پلي کېږي.
د دغې پروژې له پلي کېدو څخه به څه باندې ۱۵۰۰ کسان ګټه واخلي.