کنړ ولایت کې د درې چکډمونو د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم د یاد ولایت په وټه پور، څوکۍ او خاص کنړ ولسوالیو کې د قمچۍ ناو، ګری ګال او حکیم آباد چکډمونو د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړو چکډمونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چی د قمچۍ ناو چکډم د جوړولو چارې ۶۰ سلنه او د ګری ګال او حکیم آباد چکډمونو چارې ۸ سلنه بشپړې شوې دي.