د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هرات ولایت کې د پاشدان بند له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل تخنیکي ټیم په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو له پرانیستې وروسته، د نوموړي بند له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د چارو د چټکتیا او لا غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې له څارنیز ټیم سره په لیدنه کې وویل، چې د نوموړې پروژې د چارو د چټکتیا او پر وخت ترسره کولو لپاره به له مرکز څخه یو شمیر نور متخصصین هم ولیږل شي.