د میدان وردګ د ولایتي انرژي کمیټې په ناسته کې د برېښنا سکتور د موضوعاتو په هکله بحث ترسره شو
د میدان وردګ د ولایتي انرژي کمیټې دوهمه ناسته د سیندیزې حوزې تر مشري لاندې د کلیو پراختیا، اقتصاد، چاپيریال ساتنې، برېښنا او د ولایت مقام د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د برېښنا د موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې او د میدان وردګ ولایت د مقام له لوري هم تائید شوې.