د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان ولایت له یو شمېر علماو او سپين زېرو سره په هغه ولایت کې د اوبو د مدیریت د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Wed, Jul 31 2024 5:23 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان ولایت له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو د مدیریت د پروژو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نورستان ولایت علماو او سپین زېرو د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او په هغه ولایت کې د کله ګوش، حوض منډول او د اوبو د نورو کوچنیو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په راتلونکي کې د دوی وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د شاهي کانال د لومړۍ برخې چارې له منظور شوې بودجې سره سم پيل شي او د کله ګوش بند د پلي کولو په موخه چې د دغه کانال په اوږدو کې دی هم له یوه پانګوال   سره خبرې شوې دي، ترڅو د خصوصي لارې ورباندې پانګونه وشي.

User account menu